د بلخ د چهاربولك ولسوالۍ په خان اباد سيمه كې د سړك غاړې د ماين چاودنې دوه ماشومان وژلي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا ماين د دولت وسله والو مخالفينو ځاى پر ځاى كړى و او تېر مازديګر يې ياد ماشومان د لوبو په مهال ښكار شول.
د نوموړي په خبره، دغو ماشومانو تر ۱۲ كلونو كم عمرونه لرل.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه د يادې ادعا په اړه غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ