ads

له پوهنې وزارت سره د مرستې موسیسې د همکارۍ هوکړه لغوه شوې

د افغانستان له پوهنې سره د مرستې موسیسه ادعا کوي، چې د چارو ادارې لخوا د يوه مکتوب په ترڅ کې له پوهنې وزارت سره د دغه بنسټ د همکارۍ هوکړه لغوه شوې ده. ياد بنسټ وايي، د دغې هوکړې په لغوه کېدو سره يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
له پوهنې وزارت سره د مرستې موسیسې د همکارۍ هوکړه لغوه شوې
زده کوونکې

د افغانستان له پوهنې سره د مرستې موسیسه ادعا کوي، چې د چارو ادارې لخوا د يوه مکتوب په ترڅ کې له پوهنې وزارت سره د دغه بنسټ د همکارۍ هوکړه لغوه شوې ده.
ياد بنسټ وايي، د دغې هوکړې په لغوه کېدو سره يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي او ځینو يې لا ښوونځي پريښي دي.
د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان له پوهنې سره د مرستې موسیسې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې له اړوندو ارګانونو څخه غوښتنه وکړه، چې له پوهنې وزارت سره د دغې موسیسې د همکارۍ د هوکړې لغوه کېدو په اړه بشپړ توضيحات وړاندې کړي.
د ياد موسسې مشرې حسينې شېرجان په دغه غونډه کې وويل، دغه اقدام د چارو ادارې لخوا د يوې غلطې پرېکړې پر اساس شوی او تر اوسه هېڅ داسې اسناد نشته چې یاد اقدام ته مشروعيت ورکړي.
نوموړې زياته کړه: «له حکومت څخه په همدې تړاو سپیناوی غواړو او بايد لږ تر لږه زموږ د زده کوونکو برخليک روښانه کړي.»
خو بل پلو د پوهنې وزارت بيا د دغې موسیسې د رهبرۍ ادعاوې بې بنسټه بولي او زياتوي، چې له دغه بنسټ سره د پوهنې وزارت هوکړه د جمهوري رياست د صريح حکم پر اساس لغوه شوې ده.
د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت کليد ته وويل: «دا پرېکړه د پوهنې په برخه کې د اقتصادي ستونزو د کمولو په هدف شوې او د دغه بنسټ ټول زده کوونکي د پوهنې وزارت تر مديريت لاندې ښوونځيو کې جذب شوي دي.
د پوهنې وزارت د لارښوونې پر اساس، دمګړی له پوهنې سره د مرستې موسیسې ټول زده کوونکي د حیاتي زده کړو په چوکاټ کې درسونه وایي؛ خو دغه زده کوونکي بيا له خپل زده کړه ییز چاپيريال څخه شکايتونه کوي.
په افغانستان کې له پوهنې سره د مرستې موسیسه ۳۳۰۰ ښځينه زده کوونکې لري او ټول يې هغه مېرمنې دي چې د افغانستان په جګړه ییزو شرايطو کې له ښوونځيو څخه محرومې شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA