ads

د جمهوري رياست ټاكنو كانديدانو ته د باور ليكونه ووېشل شول

د ټاكنو خپلواك كمېسيون نن د جمهوري رياست ټاكنو كانديدانو او مرستيالانو ته يې باور ليكونه ووېشل، خو يوه كانديد او مرستيالانو يې د باور ليكونو له اخيستلو ډډه وكړه. د دغه كمېسيون مرستيال عصمت الله مل په دې تړاو په جوړو شوو مراسمو كې وويل، دوى كانديدان په ټاكنو كې له دخيلو اصلي خواوو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
د جمهوري رياست ټاكنو كانديدانو ته د باور ليكونه ووېشل شول
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون نن د جمهوري رياست ټاكنو كانديدانو او مرستيالانو ته يې باور ليكونه ووېشل، خو يوه كانديد او مرستيالانو يې د باور ليكونو له اخيستلو ډډه وكړه.
د دغه كمېسيون مرستيال عصمت الله مل په دې تړاو په جوړو شوو مراسمو كې وويل، دوى كانديدان په ټاكنو كې له دخيلو اصلي خواوو بولي او ترې غواړي، چې د ياد كمېسيون د كارونو څارنه وكړي.
خو د جمهوري رياست ټاكنو كانديد غلام فاروق نجرابي او مرستيالانو يې باور ليكونه وانه خيستل.
ده د هېواد اساسي قانون بې بنسټه وباله او ويې ويل، ترڅو چې سوله ټينګه او موقت حكومت رامنځته نه شي او همدارنګه په اساسي او د ټاكنو په قوانينو كې بدلونونه را نه شي، باور ليك به وانه خلي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت د جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنه د روان لمريز كال د جمهوري رياست ټاكنو ته كانديدان دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA