د باميان ولايتي چارواكي د دغه ولايت په دولتي ادارو كې د ښځو د حضور د زياتوالي خبر وركوي.
د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي كليد ته وويل، هلته په تېرو ۱۸ كلونو كې په ادارو كې د ښځو حضور د پام وړ و او اوسمهال د باميان د دولتي ادارو، موسسو او فرهنګي او هنري بنسټونو نېږدې ۲۵ فيصده كار كوونكې ښځې دي.
د نوموړي په خبره، دوى هڅه كوي په ادارو كې د ښځو ونډه تر دې هم زياته كړي.
بايد وويل شي، چې د ملي يووالي حكومت په ادارو كې د ښځو د ونډې زياتولو ژمنه كړې وه، خو لا هم په كې د دوى په وړاندې توپيري چلند كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ