ads

خوستۍ مېرمنې: د تقویتي نوم لیکنې پروسه دې بیرته پیل شي

خوست کې سلګونه مېرمنو د یوې راټولیدنې پرمهال له افغان دولت او له ټاکنو کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د تقویتي نوم لیکنې پروسه دې د دویم ځل لپاره پیل شي، ترڅو په دغه ولایت کې ډيری پاتې مېرمنې خپلې تذکرې سټېکر او په راتلونکو ټاکنو کې له رایې ورکولو څخه برخمنې شي. په ورته […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
خوستۍ مېرمنې: د تقویتي نوم لیکنې پروسه دې بیرته پیل شي
په خوست کې د مېرمنو غونډه

خوست کې سلګونه مېرمنو د یوې راټولیدنې پرمهال له افغان دولت او له ټاکنو کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې د تقویتي نوم لیکنې پروسه دې د دویم ځل لپاره پیل شي، ترڅو په دغه ولایت کې ډيری پاتې مېرمنې خپلې تذکرې سټېکر او په راتلونکو ټاکنو کې له رایې ورکولو څخه برخمنې شي.
په ورته مهال د خوست د ټاکنو کمېسیون مسولین وایي چې یاده موضوع یې د ټاکنو مرکزي کمیسیون سره شریکي کړي، خو تراوسه یې پدې تړاو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په خوست یوه تنه فعاله او د ننۍ راټولیدنې تنظیموونکې صفیه صافۍ وایي چې یادې راټولیدنې څخه یې موخه دا وه، ترڅو ښځې له خپلو حقوقو څخه خبرې شي او ترڅنګ یې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو اړونده ستونزې د مسولینو تر غوږونو ورسوي.
ددې ترڅنګ په دې راټولېدنه کې مېرمنو هغه ستونزې بیان کړې چې په راتلونکو ټاکنو کې به دوی ورسره لاس او ګرېوان وي.
دوو ګډونوالو نجیبې او اقرا د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتنه وکړه چې په خوست کې د تقویتي نوم لیکنې پروسه بیرته پیل کړي، ترڅو هغه میرمنې چې تذکرې یې له سټيکر پاتې دي، هغه سټیکر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له رایې ورکونې برخمنې شي.
په ورته مهال د خوست د ټاکنوکمېسیون د عامې پوهوي برخې مسول صاحب الدین ځدراڼ وایي چې د تقویتي نوم لیکنې د بیا پیل کیدو غوښتنې یې له مرکزي کمېسیون سره شریکې کړې، خو تراوسه یې کوم مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
ځدراڼ په راتلونکو ټاکنوکې دښځو اړوند د عامه پوهاوي د پروګرامونو دپیل خبره هم کوي.
د یادونې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې پروسه د جوزا میاشتې له ۱۸ پیل شوي وه، چې د سرطان تر ۸ اتمې دوام وکړ.
خو عام نظر دادی چې په دې پروسه کې د خلکو ګډون کمرنګه و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA