ads

انګلستان د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام وګاټه

انګلستان په پايلوبه كې نيوزيلنډ ته په ماتې وركولو د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ نړيوال جام وګاټه. د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ پايلوبه پرون په لندن كې ترسره شوه. پچه د نيوزيلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه. نيوزيلنډۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اوورونو كې د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
انګلستان د کرکټ د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام وګاټه
کرکټ نړیوال جام

انګلستان په پايلوبه كې نيوزيلنډ ته په ماتې وركولو د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ نړيوال جام وګاټه.
د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ پايلوبه پرون په لندن كې ترسره شوه.
پچه د نيوزيلنډ د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
نيوزيلنډۍ لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اوورونو كې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې وكړې، خو انګلستانۍ لوبډلې هم په ۵۰ اوورونو كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۲۴۱ منډې وكړې او لوبه سوپر يا اضافي اوور ته لاړه.
په سوپر اوور كې هم دواړه لوبډلې د ۱۵ – ۱۵ منډو په كولو مساوي شوې، خو د كركټ د اصولو له مخې انګلستان د نړيوال جام ګټونكى اعلان شو.
د كركټ د اصولو پر بنسټ، كه په سوپر اوور كې دواړه لوبډلې مساوي منډې كوي، نو ګټونكې به هغه لوبډله وي، چې ډېرې څلوريزې او شپږيزې يې وهلې وي.
انګلستان ځكه د نړيوال جام ګټونكى اعلان شو، چې لوبغاړو يې په سوپر اوور كې دوه څلوريزې ووهلې او نيوزيلنډي لوبغاړو يوازې يوه شپږيزه ووهله.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سيالۍ د انګلستان او وېلز په کوربه ‌توب د مې مياشتې له ۳۰مې د جولاى تر ۱۴مې نېټې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلو په ګډون ترسره شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA