ads

امريکا اسراييل ته دوه نورې اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې ورکړې

د اسراييل د دفاع وزارت وايي، د امريکا له لوري يې دوه نورې اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې ترلاسه كړې دي. اسراييلي چارواكو ويلي، دغه الوتکې د دوى لپاره د دښمن په وړاندې تر ټولو مهم عمليات ترسره کولى شي. د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو وياند څرګنده کړې، له امريکا وروسته اسراييل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 چنګاښ 1398
امريکا اسراييل ته دوه نورې اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې ورکړې
اف ـ ۳۵ جیټ الوتکه

د اسراييل د دفاع وزارت وايي، د امريکا له لوري يې دوه نورې اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې ترلاسه كړې دي.
اسراييلي چارواكو ويلي، دغه الوتکې د دوى لپاره د دښمن په وړاندې تر ټولو مهم عمليات ترسره کولى شي.
د اسراييلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو وياند څرګنده کړې، له امريکا وروسته اسراييل لومړى هېواد دى، چې دا ډول الوتکې ترلاسه کوي.
امريکا داسې مهال اسراييل ته دوه نورې۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې وركوي، چې اسراييلي حكومت پر حماس ډلې د تازه بريدونو ګواښ کړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA