ads

په چين كې يو بل كاناډايي وګړى نيول شوى

د کاناډا حكومت وايي، د چین په یانتای ښار کې يو بل كاناډايي وګړى نیول شوی دی. سرچينې د دغه نیول شوي کس په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي او دا هم معلومه نه ده، چې د هغه قضیه په چین كې د ۱۹ نیول شوو كاناډایي وګړو په موضوع پورې تړاو لري او […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 چنګاښ 1398
په چين كې يو بل كاناډايي وګړى نيول شوى
د چین بیرغ

د کاناډا حكومت وايي، د چین په یانتای ښار کې يو بل كاناډايي وګړى نیول شوی دی.
سرچينې د دغه نیول شوي کس په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي او دا هم معلومه نه ده، چې د هغه قضیه په چین كې د ۱۹ نیول شوو كاناډایي وګړو په موضوع پورې تړاو لري او که نه.
د چین او کاناډا ترمنځ اړیکې د منګ وانژو تر نیول کېدو وروسته ترینګلې شوې.
تر دې وروسته دوه کاناډایي وګړي په چین کې د معلوماتو د غلا كولو په تور ونیول شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA