ads

په زابل او ارزګان کې ۳۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سويل کې امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې په ارزګان او زابل ولايتونو کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي. د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند تورن محمد صادق عیسی وويل، د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو پرمهال د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۳ وسله وال وژل شوي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 چنګاښ 1398
په زابل او ارزګان کې ۳۰ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
په ارزګان کې د عملیاتو دوام

په سويل کې امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې په ارزګان او زابل ولايتونو کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستيال وياند تورن محمد صادق عیسی وويل، د افغان ځواکونو د هوايي بريدونو پرمهال د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د عیسي په وينا چې د زابل په مرکز قلات کې هم د افغان ځواکونو له په ترسره شوو عملياتو کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
نوموړی وايي دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترسره شوي دي.
وسله والو طالبانو بیا تردامهال ددغو ادعاوه په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA