د ننګرهار په مركز جلال اباد ښار کې د چسپكي ماين چاودنې درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، نن سهار شاوخوا اووه بجې د کابل اډې ته څېرمه د پنځمې امنيتي حوزې د پوليسو په رېنجر موټر پورې نښلول شوي ماين چاودنه کړې، چې له كبله يې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.
د يادې پېښې مسووليت تر دا مهاله كومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ