سختدريځو جنګياليو پرون په سوماليا كې پر يوه هوټل خونړى بريد كړى دى.
د راپورونو له مخې، دې بريد په ساحلي ښار كيسمايو كې ۲۶ تنه ووژل او له ۵۰ زيات يې ټپيان كړل.
الشباب ترهګرې ډلې د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د سوماليا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي جېمز سوان په يوه خبرپاڼه كې ياد بريد وغانده.
الشباب ترهګره ډله د سوماليا پر مركزي او جنوبي سيمو كنټرول لري.
دا ډله په خپلو بريدونو كې امنيتي سرتېري او ملكي وګړي په نښه كوي.