چين اعلان كړى، پر هغو ټولو امريكايي شركتونو به بنديزونه ولګوي، چې په تايوان وسلې او پوځي تجهيزات پلوري.
امريكا د تايوان له لوري د څه باندې دوه ميليارد ډالرو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهيزاتو د پېرودلو وړانديز تصويب كړى دى.
خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په تايوان د وسلو پلورل به د بيجينګ ملي امنيت او حاكميت له خطر سره مخ كړي.
د امريكا د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۱۰۸ ټانكونه، ۲۵۰ د الوتكې ضد راكټونه او ۱۵۰۰ د ټانك ضد راكټونه به په تايوان وپلوري.
تايوان په ۱۹۴۹م ميلادي كال كې له چينه جلا شو، خو بيجينګ دا كورواكه جزيره د خپل قلمرو برخه بولي.


