په ښوونځيو کې له ښوونکو او زده کوونکو په بېلابېلو نومونو د پيسو ټولول منع شول.
د پوهنې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د پوهنې د سرپرست وزير محمد ميرويس بلخي د لارښوونې له مخې، له ښوونکو او زده کوونکو د مرستې، د دفتر د اړتيا وړ توكو د پېرودلو، د ټولګيو رنګولو، بيارغونې او په داسې نورو نومونو پيسې ټولول، چې فساد او ناسمه ګټه اخيستنه رامنځته كوي او د زده کوونکو د مور او پلار په ځانګړې توګه د بېوزلو کورنيو د اندېښنې سبب كېږي، منع دي.
د سرچينې په خبره، د داخلي تفتيش او ښوونيز نظارت رياستونو ته لارښوونه شوې، چې د پايتخت كابل او نورو ولايتونو ښوونځي تر دوامدار څار لاندې ونيسي او د يادو مواردو د ليدلو په صورت کې يې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.
بايد وويل شي، چې له دې وړاندې د هېواد په ښوونځيو كې له زده كوونكو په بېلابېلو نومونو پيسې ټولېدې.


