د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه شكمن كسان د ترهګريزو کړنو په تړاو نيول شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، نيول شوي كسان د كابل، لوګر او بلخ ولايتونو اصلي اوسېدونكي دي، چې اوسمهال په ده سبز ولسوالۍ كې اوسېدل.
د كابل په ځينو ولسواليو كې د ترهګرو شتون د پايتخت د اوسېدونكو د اندېښنې سبب ګرځېدلى او دوى د هېواد له امنيتي او دفاعي ارګانونو غواړي، چې د دغو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ او عملي كړي.


