د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ايران ته د احتياط كولو خبردارى وركړ.
ده د جمعې په ورځ په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته وويل، غوره به وي، چې ايران احتياط وكړي او په وينا يې، دا هېواد پر ډېرې خطرناكې لارې روان دى.
ټرمپ وايي، كه ايران يې اوري، بايد زيات احتياط وكړي.
په دې وروستيو كې د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ اوج ته رسېدلى دى.
د امريكا جمهور رئيس پر ايران د تازه بنديزونو خبردارى هم وركړى دى.


