ads

افغان ځواكونه څه باندې ۹۰ فيصده عملياتونه په خپلواكه توګه كوي

د ملي دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو وتل به پر افغان امنيتي او دفاعي سرتېرو هېڅ اغېز ونه وكړي. د دغه وزارت وياند فواد امان نن كليد ته وويل، دمګړۍ په هېواد كې څه باندې ۹۰ فيصده ځمكني او هوايي عملياتونه د افغان ځواكونو لخوا په خپلواكه توګه او له بهرنيو پوځي […]

نویسنده: hewadpal
22 چنګاښ 1398
افغان ځواكونه څه باندې ۹۰ فيصده عملياتونه په خپلواكه توګه كوي

د ملي دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو وتل به پر افغان امنيتي او دفاعي سرتېرو هېڅ اغېز ونه وكړي.
د دغه وزارت وياند فواد امان نن كليد ته وويل، دمګړۍ په هېواد كې څه باندې ۹۰ فيصده ځمكني او هوايي عملياتونه د افغان ځواكونو لخوا په خپلواكه توګه او له بهرنيو پوځي سلاكارانو سره له بشپړې وابستګۍ پرته ترسره كېږي.
د ده په وينا، د تېرو شاوخوا پنځو كلونو خلاف افغان امنيتي او دفاعي ځواكونه د بهرنيو سرتېرو له همكارۍ پرته له ترهګرو ډلو سره د مبارزې توان لري.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د لوى درستيز چوكۍ ته كانديد مايك ميلي په دې وروستيو كې له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركړى او دا كار يې يوه ستراتېژيكه تېروتنه بللې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA