د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د فراه د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتو كې د عملياتو په مهال د نشه يي توکو درې لويې زېرمې او کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
دې وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د عملياتو په ترڅ کې ۵۸ کيلو ګرامه هيرويين، ۱۳۲ کيلو ګرامه ښيښه، ۷۰۰۰ کيلو ګرامه امونيم کلورايډ، ۵۷۰۰۰ ليټره اسيتيکن هايډرايډ تېزاب، ۱۲۰۰۰ ليټره اسيتون، ۱۷ کيلو ګرامه چرس، ۳۰۰۰ کيلو ګرامه سوداش، ۶۰۰ کيلو ګرامه فاسفورَس، ۳۰۰ کيلو ګرامه امونيم نايټرېټ او ۲۰۰ بوجۍ کېمياوي جامد توکي ترلاسه شول.
د سرچينې په خبره، وسله والو طالبانو د نشه يي توکو د پروسېس له يادو کارخونو د خپلې جګړې د تمويل لپاره ګټه پورته کوله.
په خبرپاڼه كې راغلي، عمليات كوونكو ځواكونو دغه نشه يي توکي له کشف وروسته وسوځول او له منځه يې يووړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ