ads

جمهور رئيس غني: د هېواد د کرکټ بورډ تشکيلاتي ستونزې دې حل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد د کرکټ بورډ تشکيلاتي ستونزې او اړتياوې دې په جدي توګه وارزول شي او د حل لپاره دې يې بېړني اقدامات وشي. نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د كركټ بورډ له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې. د جمهوري رياست له […]

نویسنده: hewadpal
21 چنګاښ 1398
جمهور رئيس غني: د هېواد د کرکټ بورډ تشکيلاتي ستونزې دې حل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د هېواد د کرکټ بورډ تشکيلاتي ستونزې او اړتياوې دې په جدي توګه وارزول شي او د حل لپاره دې يې بېړني اقدامات وشي.
نوموړي دا څرګندونې تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د كركټ بورډ له غړو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، دا د بورډ مسووليت، چې د لوبډلې د ښه ځلېدو د هڅو ترڅنګ په هغې کې نظم او يووالى وساتي.
ده وويل، افغانستان د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو نړيوال جام په مخکې لري او په هغه کې د بريا لپاره بايد لازم چمتووالى ونيول شي.
د هېواد جمهور رئيس څرګنده کړه، کرکټ بايد د يوې ملي پانګې په توګه سرتاسري او د ودې لپاره يې لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترتيب شي.
جمهور رئيس غني په داسې حال كې د هېواد د كركټ بورډ له غړو سره ويني، چې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو لوبو په نړيوال جام كې افغان لوبډلې په نهو لوبو كې يوه هم ونه ګټله او علت يې د نړيوال جام له سياليو وړاندې د لوبډلې د كپتان بدلون او وروسته په لوبډله كې اختلافات ياد شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA