ads

انګلستان د كركټ د نړيوال جام پايلوبې ته ووت

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو سياليو د نړيوال جام په دوهمه نيمه پايلوبه كې انګلستان اسټراليا ته په اتو وېكټو ماتې وركړه او پايلوب ته ووت. دا نيمه پايلوبه تېره ورځ د انګلستان په بيرمينګهم ښار كې ترسره شوه. پچه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې […]

نویسنده: hewadpal
21 چنګاښ 1398
انګلستان د كركټ د نړيوال جام پايلوبې ته ووت

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو سياليو د نړيوال جام په دوهمه نيمه پايلوبه كې انګلستان اسټراليا ته په اتو وېكټو ماتې وركړه او پايلوب ته ووت.
دا نيمه پايلوبه تېره ورځ د انګلستان په بيرمينګهم ښار كې ترسره شوه.
پچه د اسټراليا د كركټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
اسټراليا په ۴۹ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې وكړې، خو د انګلستان د كركټ ملي لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۲ اعشاريه يو اورونو كې د دوو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ.
تر دې وړاندې په لومړۍ نيمه پايلوبه كې نيوزيلنډ هند مات كړى و او پايلوبې ته يې لار موندلې وه.
انګلستان او نيوزيلنډ به د راتلونكې يكشنبې په ورځ په لندن كې پايلوبه وكړي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېدې.
افغان لوبډلې په ترسره كړو نهو لوبو كې يوه هم ونه ګټله او د نومرو په جدول كې يې وروستى مقام خپل كړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA