یو شمېر کابل مېشتي بغلانیان په خپل ولایت کې له ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ شکایت کوي او وایي، دولت ورته هېڅ پام نه کوي.
په کابل کې د مرکزي بغلان د خلکو د انسجام شورا وایي، روان وضعیت په بغلان کې د عامو خلکو ژوند تریخ کړی دی.
د دغې شورا د مشر جمعه خان تلیق په خبره، د بغلان په ډېری سیمو کې جګړې روانې دي، خو دولت ورته پاملرنه نه ده كړې.
نوموړی زياتوي، د بغلان ناامنۍ د کابل – شمال لویه لار هم ناامنه کړې او کله ناکله دا لار د مسافرو پرمخ هم تړل کېږي.
په داسې حال کې، چې تېره اونۍ په بغلان كې د دولتي او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په مهال په هوایي بریدونو کې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول، د دغه ولایت دوه تنه نور اوسېدونکي نعمت الله او عبدالقاهر خالقي وایي، د بغلان ناامنیو د ملکي خلکو ژوند تر دې بریده تریخ کړی، چې خلک د جګړو په سیمو کې خپل ټول شته پرېږي او خپلې پښې سپکوي او آن په ډېری سیمو کې خو د عامو خلکو ژوند هم خوندي نه دی.
دوی د جګړې له ښکېلو لورو د سولې او په لومړي ګام کې د اوږدمهاله اوربند غوښتنه کوي.
خو د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، ملي اردو په ټولو هغو سیمو کې، چې د امنیتي ګواښونو کچه په کې لوړه ده، عملیات کوي او په وینا یې، ډېر ژر به په بغلان کې د ناامنۍ کچه را ټیټه شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند په ورته وخت کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د اندېښنو په ځواب کې وایي، د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی د دوی د کارونو په سر کې دی او په خبره یې، ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ملکي وګړو د خوندیتوب لازمې لارښوونې کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د ملکي مرګ ژوبلې وروستۍ پېښې، څو ورځې وړاندې په بغلان کې د یوې کورنۍ د اوو غړو وژل کېدل او د یوه بل غړي ټپي کېدل و او له دې پېښې سره هممهاله په ميدان وردګو کې پر یوه روغتون د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د څلورو تنو روغتیایي کار کوونکو وژل کېدل او د لسو نورو ټپي کېدل وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


