ads

چين له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وكړ

په كابل كې د چين سفير ليو جين سونګ د ملي دفاع له سرپرست وزير اسدالله خالد سره د ليدنې په مهال له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ وركړ. د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا ليدنه تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شوه. د […]

نویسنده: hewadpal
21 چنګاښ 1398
چين له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار وكړ

په كابل كې د چين سفير ليو جين سونګ د ملي دفاع له سرپرست وزير اسدالله خالد سره د ليدنې په مهال له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ وركړ.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا ليدنه تېره ورځ له غرمې وروسته ترسره شوه.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنه كې دواړه لوري پر امنيتي حالت، سولې بهير او له كابل سره د بيجينګ د مرستو پر دوام وغږېدل.
دا په داسې حال كې ده، چې د راپورونو پر بنسټ، ټاكل شوې په نېږدې راتلونكې كې د سيمې هېوادونو او امريكا په گډون د چين په كوربه توب د افغانستان د سولې په اړه غونډه جوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA