slideshow

62
۲۱ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: فضل الهادي حميدي

د کابل امنیه قوماندانۍ له خبریالانو بښنه وغوښته


د کابل امنیه قوماندانۍ له خبریالانو سره د پولیسو د ناوړه چلند له کبله بښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه، له هغو پولیسو سره، چې له خبریالانو سره یې ناوړه چلند کړی، قانوني چلند کېږي.
د روانې چنګاښ میاشتې په ۱۴مه نېټه پولیسو په کابل ښار کې افغان – ترک ښوونځی کلابند کړی و، کله چې خبریالان د پېښې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته لاړل، نو پولیسو یې د کار مخه ونیوله او له هغوی سره یې له تاوتریخوالي ډک چلند وکړ.
خو د کابل امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال نجیب الله سرتېر د چنګاښ په ۲۱مه نېټه د جمعې په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له خبریالانو بښنه وغوښته او ویې ویل، د خبریالانو د مخنیوي هدف یوازې د کومې ناوړې احتمالي پېښې په مهال د دوی خوندیتوب و او زیاته یې کړه، د کابل پولیس کافي ښوونه او روزنه نه لري، نو ځکه کله ناکله له خبریالانو او خلکو سره ناوړه چلند کوي.
خو یو تن کابل مېشتی خبریال نجیم سلطاني وایي، د دې پر ځای، چې پولیس خبریالانو ته د کار په مهال اسانتیاوې رامنځته کړي، تل د خبریالانو د کار په وړاندې خنډ ګرځي.
سلطاني زیاته کړه، دوی هېڅ د پولیسو له چلند څخه خوښ نه دي او د ملي یووالي له حکومته په ځانګړې توګه د کورنیو چارو له وزارت څخه غواړي، له هغه پولیسو سره دې قانوني چلند وکړي، چې له خبریالانو سره یې تاوتریخوالی کړی، ترڅو په راتلونکې کې ورته پېښې تکرار نه شي.
خو د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی د څار د برخې مشر نویدالله محمدي وایي، که حکومت ریښتیا له رسنیو ملاتړ کوي، نو له خبریالانو سره د تاوتریخوالي له عاملینو سره دې قانوني چلند وکړي.
د نوموړي په خبره، له خبریالانو سره له تاوتریخوالي وروسته یوازې بښنه غوښتل له مجازاتو د معافیت فرهنګ نور هم پراخولای شي.
یوازې خبریالان نه دي، چې پولیس ورسره ناوړه چلند کوي، بلکې له دې وړاندې هم په وار وار په ټولنیزو رسنیو كې داسې ویډیوګانې خپرې شوي، چې ښيي پولیس له عامو خلکو آن له سپین ږیرو کسانو سره ناوړه چلند کوي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *