ads

امريكا د ايران د بهرنيو چارو پر وزير له بنديز لګولو تېره شوه

د امريكا حكومتي سرچينو ويلي، واشنگټن تصميم نيولى، چې اوسمهال د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف بنديز ونه لګوي. د امريكا د خزانې وزير سټيو منوچين د تېرې جون مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل، واشنګټن به په نېږدې راتلونكې د خپلو بنديزونو په لېست كې د ايران د بهرنيو چارو وزير […]

نویسنده: hewadpal
21 چنګاښ 1398
امريكا د ايران د بهرنيو چارو پر وزير له بنديز لګولو تېره شوه

د امريكا حكومتي سرچينو ويلي، واشنگټن تصميم نيولى، چې اوسمهال د ايران د بهرنيو چارو پر وزير محمد جواد ظريف بنديز ونه لګوي.
د امريكا د خزانې وزير سټيو منوچين د تېرې جون مياشتې په ۲۴مه نېټه وويل، واشنګټن به په نېږدې راتلونكې د خپلو بنديزونو په لېست كې د ايران د بهرنيو چارو وزير شامل كړي.
خو رويټرز خبري اژانس د دوو باخبره امريكايي چارواكو له قوله راپور وركړى، چې متحده ايالات به اوس دا كار ونه كړي.
كه څه هم د دغه كار د نه كولو علت څرګند نه دى، خو ياد خبري اژانس وايي، د امريكا د بهرنيو چارو وزير پر ظريف د بنديز لګولو له مخالفينو څخه دى.
د ناتاييد شوو راپورونو پر بنسټ، په پام كې ده ظريف څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د اقتصادي او ټولنيزې شورا په غونډه كې د ګډون په هدف امريكا ته لاړ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA