ads

امريكايي جنرال له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركړى

يو لوړپوړى امريكايي جنرال له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركوي او وايي، دا كار به يوه ستراتېژيكه تېروتنه وي. مايک ميلي، چې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ لخوا د لوی درستيز چوکۍ ته کانديد شوی، دغه څرګندونې د امريکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې په […]

نویسنده: hewadpal
21 چنګاښ 1398
امريكايي جنرال له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركړى

يو لوړپوړى امريكايي جنرال له افغانستانه تر وخت وړاندې د بهرنيو ځواكونو د وتلو په تړاو خبردارى وركوي او وايي، دا كار به يوه ستراتېژيكه تېروتنه وي.
مايک ميلي، چې د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ لخوا د لوی درستيز چوکۍ ته کانديد شوی، دغه څرګندونې د امريکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې په غونډه كې كړې دي.
دى ټينګار كوي، چې د افغانستان ستونزه يوازې د خبرو له لارې حل كېدلى شي.
ميلي د طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وروستيو مذاكراتو ته په اشارې ويلي، په دې مذاكراتو كې ځينې پرمختګونه شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ څه موده وړاندې وويل، چمتو دى، چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، خو د تروريستي زده كړو په مركز د دغه هېواد بدلېدو ته اندېښمن دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA