له کرکټ بورډ څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه بست لپاره ۱۷ کسانو نوملیکنه کړې وه او ۱۲ کسانو وروستي لېست ته لاره پیدا کړه.
د کرکټ بورډ په وینا چې له دغو ټولو کسانو سره تر مرکو وروسته لطف الله ستانکزی د کرکټ بورډ اجرایوي رییس وټکل شو.
ښاغلي لطف الله ستانکزي په نړیوال مدیریت کې لوړې زده کړې کړې او تر دې وړاندې د کرکټ بورډ د بازار موندنې د څانګې مسول و.