ads

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۹ چسپکي ماینونه نیول شوي

دننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د چسپکي ماینونو په نیول کېدو سره د ګڼو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی. د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دملي امنیت ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر یو کور عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 چنګاښ 1398
د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ۹ چسپکي ماینونه نیول شوي
د ننګرهار ولایت نقشه

دننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې یې د چسپکي ماینونو په نیول کېدو سره د ګڼو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی.
د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دملي امنیت ځواکونو په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر یو کور عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نهه چسپکي او فشاري ماینونه او یو میل راکټ انداز د افغان ځواکونو لاسته ورغلی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې د یادو چاودیدونکو په تور د حبیب په نوم یو تن هم نیولی شوی .
دا چسپکي ماینونه پر داسې مهال نیول شوي چې په دې وروستیو کې هدفي وژنو او بمي چاودنو زور اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA