slideshow

65
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په چین کې د افغانستان په اړه غونډه کېږي

په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو دوام تصویر: ټولنیزې رسنۍ

ټاکل شوې په نېږدې راتلونکي کې په چین کې د امریکا او سیمه ییزو هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې دا مهال په چین کې دی، په پام کې لري د چین او نورو سیمه‌ییزو هېوادونو له استازو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ اووم پړاو خبرې دوې ورځې وړاندې پای ته ورسېدې او خلیلزاد له هغه ځایه چین ته ولاړ.
په قطر کې د طالب استازو ویاند سهیل شاهین هم وایي، له مشرانو سره تر مشورو وروسته به دغه خبرې ژر پیل شي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *