ads

ملګرو ملتونو د ایغور مسلمانانو په پلوۍ لیک لاسلیک کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ایغور مسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند ختمولو په پلوۍ یو لیک لاسلیک کړی. دوی او د بشري حقونو نورې ډلې وايي، چین په پنډغالو کې شاوخوا یو میلیون اویغور او نور مسلمانان بنديان کړي دي. چین بیا ادعا کوي چې دغه کار یې له ترهګرۍ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 چنګاښ 1398
ملګرو ملتونو د ایغور مسلمانانو په پلوۍ لیک لاسلیک کړی
ملګري ملتونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له ایغور مسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند ختمولو په پلوۍ یو لیک لاسلیک کړی.
دوی او د بشري حقونو نورې ډلې وايي، چین په پنډغالو کې شاوخوا یو میلیون اویغور او نور مسلمانان بنديان کړي دي.
چین بیا ادعا کوي چې دغه کار یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د برتانیا، کاناډا او جاپان په ګډون د ۲۲ هېوادونو سفیرانو له اویغور مسلمانانو سره د چین د ناوړه چلند پرضد دغه لیک لاسلیک کړی.
په لیک کې له چین غوښتنه شوې چې ملګرو ملتونو او نورو خپلواکو څارونکو ته شینجیانګ ته د ورتلو اجازه ورکړي.
په جنیوا کې د بشري حقونو د دفتر مشر جان فیشر ویلي، دې کار پر چین فشار ډېر کی چې د شینجیانګ له مسلمانانو سره خپل ناوړه چلند ودروي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA