slideshow

69
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

جمهور رییس غني د قطر غونډې له افغان پلاوي سره وکتل

په قطر کې له افغان پلاوي سره د جمهور رییس کتنه تصویر: ټولنیزې رسنۍ

افغان جمهور رییس اشرف غني تېره مازدیګر د قطر په ناسته کې له افغان ګډون کوونکي پلاوي سره وکتل. په دغه کتنه کې، چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه، افغان پلاوي جمهور رییس غني ته قطر د ناستې په اړه معلومات ورکړل.
په یاده ناسته کې پر ملي یووالي، نویو ارزښتونو او د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې بحث وشو.
د غونډې ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې د قطر ناسته به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.
افغان جمهور رییس په دغه ناسته کې څرګنده کړه چې د سولې یوازنۍ لاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې دي.
ښاغلي غني دا هم وویل چې افغان حکومت به د تلپاتې سولې راتګ لپاره خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *