ads

په کندهار کې د سولې د روانو خبرو په ملاتړ غونډه وشوه

کندهاریو مېرمنو د سولي په پروسه کي وروستیو پرمختګونو ته خوښي وښودله او غوښتنه يې وکړه چي په دغه پروسه کي د ښځو رول نور هم ډېر شي. دغه مېرمنې وایي، د سولې راتګ لپاره د هغو غوښتنو منلو ته چمتو دي چې اسلامي ارزښتونه پکې نغښتي وي. دا په داسې حال کې ده چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
19 چنګاښ 1398
په کندهار کې د سولې د روانو خبرو په ملاتړ غونډه وشوه
په کندهار کې د سولې په ملاتړ غونډه

کندهاریو مېرمنو د سولي په پروسه کي وروستیو پرمختګونو ته خوښي وښودله او غوښتنه يې وکړه چي په دغه پروسه کي د ښځو رول نور هم ډېر شي.
دغه مېرمنې وایي، د سولې راتګ لپاره د هغو غوښتنو منلو ته چمتو دي چې اسلامي ارزښتونه پکې نغښتي وي.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په پایتخت دوخه کي د افغان سیاستوالو او وسلوالو طالبانو د استازو ترمنځ دوې ورځي خبري وشوې او یوه ګډ ه اعلامیه هم خپره شوه.
په دغه اعلامیه کي د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پر دوام ټینګار شوی او همدارنګه د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي چې په ټولو سیمو کې د عام المنفعه بنسټونو امنیت تضمین کړي او د ښوونیزو بنسټونو حریم ته درناوی وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA