نن سهار د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند په روښان مېنې سیمه کې د استیناف محکمې دوه مدېران د ناپيژنده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.
د ننګرهار استیناف محکمې مسولینو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي دي، چې نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد اباد ښار څلورمې ناحیې په روښان مېنې سیمه کې د استیناف محکمې دوه تنه مدېران کاتب خان او قدرت الله باسولي هغه وخت ناپيژنده وسله والو وژلي چې دندې ته په لاره وو.
په وژل شویو کې یو د استیناف محمکمې د خارجه دېوان مدېر او بل یې د استیناف محکمې اداري مدیر وو.
د یادې پېښې مسولتیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.