د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د امریکا او ایران تر منځ د شخړو کمېدو هڅې کوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر «ژان ایو لودریان» د دغه هېواد په سنا مجلس کې وویل، که څه هم امریکا د ایران له اټومي هوکړې ووتله، خو بیاهم د خبرو له لارې کولی شي چې شته ستونزې او شخړې راکمې کړي.
ښاغلي لودریان د ایران د یورانیمو غني کولو هوډ د اندېښنې وړ وباله.
نوموړي وویل، د فرانسې جمهور رییس امانویل مکرو د ایران او امریکا له مشرانو سره په دې اړه غږېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران تر منځ د یورانیمو غني کولو پر سر اړیکې خورا ترینکلې شوې دي.


