د امریکا د خزانې وزارت د حزبالله په یو امنیتي چارواکي او د لبنان په پارلمان کې د حزبالله په دوو غړو بندیزونه لګولي دي. پر دغو کسانو تور پورې شوی چې د ایران او یو شمېر وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
دا لومړی ځل دی چې واشنګټن د ایران د متحدې ډلې منتخب سیاستوال په نښه کوي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، نوي بندیزونه دا روښانوي چې د حزبالله د سیاسي او پوځي فعالیتونو ترمنځ توپیر نهشته.


