ads

په هلمند کې دیني عالمانو پرسوله او بین الافغاني خبرو ټنګار وکړ

نن په لښکرګاه کي ګڼ شمېر دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چي اوربند وکړي او تر هغه وروسته له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، ترڅو دغې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي. په دې جوړه شوې غونډه کې، چي د هلمند د حج او اوقافو د ریاست ځینو د یني […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 چنګاښ 1398
په هلمند کې دیني عالمانو پرسوله او بین الافغاني خبرو ټنګار وکړ
په هلمند کې د سولې په ملاتړ غونډه

نن په لښکرګاه کي ګڼ شمېر دیني عالمانو له طالبانو وغوښتل چي اوربند وکړي او تر هغه وروسته له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، ترڅو دغې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
په دې جوړه شوې غونډه کې، چي د هلمند د حج او اوقافو د ریاست ځینو د یني عالمانو برخه اخستي وه، په قطر کې د سولي روانو خبرو ته خوښي وښودله او د طالبانو له استازو يې غوښتنه وکړه چي له افغان حکومت سره هم د سولې خبرو ته کېني.
دغو دیني عالمانو زیاته کړه چې که له طالبانو سره ژر تر ژره سوله ونه شي، داعش ته ورته تروریستي ډلې به پر افغانانو بریدونو ته زور ورکړي.
یادو دیني عالمانو له خلکو هم وغوښتل چې د سولې د خبرو او روانو هڅو ملاتړ وکړي او د هغو کسانو پر ضد دې غږ پورته کړي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA