ads

په هلمند كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند كې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه له منځه وړل شوې او اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، بهرنيو ځواكونو د دوشنبې په ورځ ناوخته په نادعلي ولسوالۍ كې د طالبانو د وسلو پر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 چنګاښ 1398
په هلمند كې اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
په هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه

په هلمند كې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه له منځه وړل شوې او اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، بهرنيو ځواكونو د دوشنبې په ورځ ناوخته په نادعلي ولسوالۍ كې د طالبانو د وسلو پر يوې زېرمې هوايي بريد كړى، چې په ترڅ كې يې دا زېرمه په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.
د سرچينې په خبره، دغه زېرمه د ملي اردو د كشفي او استخباراتي ځواكونو لخوا مخكې تثبيت شوې وه، چې د بهرنيو ځواكونو له لوري په نښه شوه.
په خبرپاڼه كې همدارنګه ويل شوي، د هلمند د ګرشك ولسوالۍ په اب پاشك او سپين مسجد سيمو كې تېره شپه د افغان ځواكونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي، چې له كبله يې درې طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ژوبل دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA