د غور د ولایتي شورا رییس وایي، د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۱ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د غور د ولایتي شورا رییس فضل الحق احسان نن سه شنبه کلید ته وویل، چې وسله والو طالبانو د تولک ولسوالۍ په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه، دغې نښتې څو ساعته دوام درلودو، چې په پایله کې یې پنځه سرتیري ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
تر اوسه د غور امنیتي چارواکو په دې اړه کوم څه نه دي ویلي.
وسلوالو طالبانو هم په دې تړاو تبصره نه ده کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ