د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ كې د ماين چاودنې دوو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د خواجه عمري ولسوالۍ په قربان كلي د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوى ماين نن سهار شاوخوا شپږ بجې پر يوه ډاينا ډوله موټر وچاودېد.
د هغه په وينا، په دې پېښه كې موټر چلوونكى وژل شوى او يو بل تن ټپي دى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د يادې پېښې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.