ads

په بغلان او ميدان وردګ ولايتونو كې ۹ ملكي وګړي وژل شوي

په بغلان او ميدان وردګ ولايتونو كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې نهه ملكي وګړي وژل شوي دي. د بغلان د والي وياند محمود حقمل كليد ته وويل، امنيتي سرتېرو تېره شپه د دغه ولايت په مركز پلخمري ښار كې د عملياتو پر مهال اووه ملكي وګړي ووژل. د ده په وينا، د پېښې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
18 چنګاښ 1398
په بغلان او ميدان وردګ ولايتونو كې ۹ ملكي وګړي وژل شوي
په بغلان او میدان وردکو کې د وژل شوو کسانو جسدونه

په بغلان او ميدان وردګ ولايتونو كې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې نهه ملكي وګړي وژل شوي دي.
د بغلان د والي وياند محمود حقمل كليد ته وويل، امنيتي سرتېرو تېره شپه د دغه ولايت په مركز پلخمري ښار كې د عملياتو پر مهال اووه ملكي وګړي ووژل.
د ده په وينا، د پېښې د څېړلو لپاره د ولايت مقام لخوا يو پلاوى ټاكل شوى دى.
بل پلو د ميدان وردګ د والي وياند محب الله شريف زي كليد ته وويل، د دې ولايت په دايميرداد ولسوالۍ كې تېره شپه د امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې دوه روغتيايي كار كوونكي وژل شوي او يو بل نيول شوى دى.
د نوموړي په خبره، په دغو عملياتو كې د وسله والو طالبانو يو روغتيايي مسوول هم وژل شوى دى.
په همدې حال كې د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په بغلان او ميدان وردګ ولايتونو كې ملكي تلفات تر څېړنې لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA