د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د يو ورځنيو سياليو د نړيوال جام لومړۍ نيمه پايلوبه به نن د هند او نيوزيلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دا نيمه پايلوبه به د كابل په وخت له غرمې وروسته په دوو بجو د انګلستان په مانچسټر ښار كې پيل شي.
د كركټ د نړيوال جام په دوهمه نيمه پايلوبه كې به د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د اسټراليا او انګلستان لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.
د يادونې وړ ده، چې د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې ولوبېدې، چې څلورو يې نيمه پايلوبو ته لار پيدا كړه.
په پاتې شپږو هېوادونو كې پاكستان پنځم، سريلانكا شپږم، جنوبي افريقا اووم، بنګله دېش اتم، ويسټ انډيز نهم او افغانستان لسم مقام خپل كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ