د زابل د شاجوی ولسوال وزیر محمد جوادي وایي، په تېرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو د شاجوی ولسوالۍ پر مرکز پرلپسې بریدونه کړي، چې له کبله یې تر اوسه یوه پوسته سقوط شوې ده.
ښاغلی جوادي زیاتوي چې د یادې ولسوالۍ یوه برخه وسله والو طالبانو نیولې ده، دوی له حکومته د مرستې غوښتنه کړې، خو غږ یې نه دی اورېدل شوی.
د شاجوی ولسوالۍ ولسوال له مرکزي حکومته د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
بلخوا د زابل د والي ویاند ګل اسلم سیال کلید ته وویل چې پر دغې ولسوالۍ برید شوی، خو دا نه مني چې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخه ده.
ښاغلی سیال څرګندوي چې په یاد برید کې اووه وسله وال طالبان او دوه افغان سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ