نن ماسپښین شاوخوا دوه د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د مستوفیت د یو کارکوونکي د کور مخې ته ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي کلید ته وویل، ماین د مستوفیت د یو کارکوونکي حاجي کجکول د کور مخې ته ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.