د قطر امير تميم بن حمد ال ثاني او د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې له يو بل سره وکتل.
په دغه کتنه کې د امريکا جمهور رئيس ويلي، قطر د متحدو ايالتونو ستر ملاتړى دى او د دواړو هېوادونو ترمنځ به همکارۍ دوام ولري.
ټرمپ زياته كړې، قطر او امريکا د ترهګرۍ د ملاتړو په وړاندې يو دريځ او ګډه همکاري لري.
د دې ترڅنګ د قطر امير د امريکا د دفاع له كانديد وزير سره هم کتلي او ټينګار يې کړى، چې دوحه به په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي كمولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
د قطر امير او د امريکا جمهور رئيس داسې مهال له يو بل سره ويني، چې پر قطر د څلورو عربي هېوادونو بنديزونه لا هم دوام لري.


