پوليسو په هرات كې يو تن د انسان تښتوونكو له منګولو ژغورلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، ژغورل شوى كس امېد نومېږي، چې درې ورځې وړاندې د هرات ښار د ۱۱مې امنيتي حوزې له نو اباد سيمې تښتول شوى و.
د هغه په وينا، تښتول شوى كس د يكشنبې په مازديګر په كرخ ولسوالۍ كې د پوليسو د ځانګړو عملياتو په ترڅ كې د انسان تښتوونكو له منګولو ازاد او خپلې كورنۍ ته وسپارل شو.
د ولي زاده په خبره، تراوسه د پېښې په تړاو څوك نه دي نيول شوي، خو په اړه يې د پوليسو څېړنې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ