د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، په فارياب كې د امنيتي او دفاعي ځواكونو په عملياتو كې ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، دا عمليات تېره ورځ د غورماچ ولسوالۍ په قلم بلاق كلي كې ترسره شول، چې په ترڅ كې يې ۱۸ طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، په يادو عملياتو كې وژل شوي كسان د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان ملا ناظم او د ځانمرګو بريد كوونكو د ښوونې او روزنې د مسوول مولوي رحيم الله د ډلې اړوند وو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ