ads

په ارزګان ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه کم شوي

د ارزګان اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي. دارزګان خلک وايي، وسله وال طالبان دې په مرکز او ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعاليت ته اجازه ورکړي، ترڅو خلک ورځني کارونه په مناسب وخت تر سره کړي. د دوی په وينا چې د مخابراتي شبکو له بندېدو سره يي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 چنګاښ 1398
په ارزګان ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونه کم شوي
مخابراتی ستنه

د ارزګان اوسېدونکي شکایت کوي چې دوی له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي.
دارزګان خلک وايي، وسله وال طالبان دې په مرکز او ولسواليو کې د مخابراتي شبکو فعاليت ته اجازه ورکړي، ترڅو خلک ورځني کارونه په مناسب وخت تر سره کړي.
د دوی په وينا چې د مخابراتي شبکو له بندېدو سره يي له خپلو نېږدې خپلوانو سره د اړيکو په نيولو کې له ستونزو سره مخ دي.
په ورته مهال بیا مسولين وايې، ناامنۍ د دې لامل شوې چې په ارزګان کې مخابراتي شبکې تر ډېره وتړل شي.
په ترينکوټ ښار کې هغه هټوال چې د مبايلو پېر او پلور کوي، وايي د مخابراتي شبکو له بنديدو سره يي کار و بار په ټپه دريدلي.
وسله وال طالبان بیا څرګندوي چې د مخابراتي شبکو له تړل کېدو څخه هدف د ملکي خلګو خونديتوب دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA