ads

د امریکا د فوټبال ښځینه لوبډله د فوټبال د نړیوال جام اتله شوه

امريكا د ښځو د فوټبال د نړيوال جام په پايلوبه كې، چې د يكشنبې په ورځ په فرانسې كې ترسره شوه، هالنډ ته د صفر په مقابل كې په دوو ګولونو ماتې وركړه او د خپلې اتلولۍ دفاع يې وكړه. د پايلوبې په لومړۍ نيمايي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امريکا په دویمه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 چنګاښ 1398
د امریکا د فوټبال ښځینه لوبډله د فوټبال د نړیوال جام اتله شوه
د امریکا ښځینه فوټبال لوبډله

امريكا د ښځو د فوټبال د نړيوال جام په پايلوبه كې، چې د يكشنبې په ورځ په فرانسې كې ترسره شوه، هالنډ ته د صفر په مقابل كې په دوو ګولونو ماتې وركړه او د خپلې اتلولۍ دفاع يې وكړه.
د پايلوبې په لومړۍ نيمايي کې دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه، خو امريکا په دویمه نيمايي کې دوه ګولونه ووهل او د څلورم ځل لپاره يې نړيوال جام خپل كړ.
د امريکا د ښځو د فوټبال لوبډله تر دې وړاندې په ۱۹۹۱، ۱۹۹۹ او ۲۰۱۵ ميلادي كلونو كې هم د فوټبال د نړيوال جام سيالو اتله شوې وه.
د هالنډ د ښځو د فوټبال لوبډله، چې د اروپا اتله ده، د دوهم ځل لپاره د نړيوال جام سياليو پايلوبې ته وتلې وه.
د ښځو د فوټبال د نړيوال جام په سږنيو سياليو كې د ۲۴ هېوادونو لوبډلې ولوبېدې، خو د امريكا لوبډله په كې تر ټولو ښه وځېلده او تر ټولو ډېر ۲۶ ګولونه يې ووهل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA