د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په لومړۍ څلور وځنۍ لوبه کې بنګله دېش له ماتې سره مخ کړ.
دغه لوبه چې د بنګله دېش په «کهولنا» ښار کې د دواړو لوبډلو تر منځ ترسره شو، د لوبې بچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
د بنګله دېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره افغان لوبډلې ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې یې په مقابل کې ۲۵۷ منډې وکړې او له دې سره یې لوبه وګټله.
په توپ وهنه کې قیس احمد ۴۶، افسرځاځي ۴۵، عثمان غني ۳۹، ابراهیم ځدران ۳۷ او شراف الدین اشرف بیا ۳۱منډې وکړې.
په توپ اچونه کې بیا قیس احمد او یامین احمدزي درې ـ درې لوبغاړي وسوزول.
د لوبې غوره لوبغاړی هم قیس احمد شو.
یاده دې وي چې افغان لوبډله به یوه بله څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ