ads

امریکا ایران ته د اټومي هوکړې ژمن نه پاتې کېدو له کبله ګواښ کړی

امريكا د ۲۰۱۵م ميلادي كال اټومي هوكړې ته د ايران د ژمن نه پاتې كېدو په غبرګون كې اعلان كړى، چې دا كار به د تهران د لا زياتې انزوا او پرې د نورو بنديزونو لګېدو سبب شي. ايران د يكشنبې په ورځ اروپا ته د ۶۰ ورځني ضرب الاجل په پاى كې په اټومي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 چنګاښ 1398
امریکا ایران ته د اټومي هوکړې ژمن نه پاتې کېدو له کبله ګواښ کړی
اټومي وسله

امريكا د ۲۰۱۵م ميلادي كال اټومي هوكړې ته د ايران د ژمن نه پاتې كېدو په غبرګون كې اعلان كړى، چې دا كار به د تهران د لا زياتې انزوا او پرې د نورو بنديزونو لګېدو سبب شي.
ايران د يكشنبې په ورځ اروپا ته د ۶۰ ورځني ضرب الاجل په پاى كې په اټومي هوكړه كې له ذكر شوې كچې د يورانيمو زيات غني كول پيل كړل.
د امريكا د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، اټومي وسلې ته د ايران د لاسرسي په صورت كې به دا هېواد نړۍ ته په څو چنده زيات ګواښ بدل شي.
هغه ټينګار وكړ، چې نور هېوادونه بايد د ايران له لوري د يورانيمو د غني كولو مخنيوي پخوانى سياست تعقيب كړي.
په همدې حال كې د امريكا جمهور ریيس ډونالډ ټرمپ په اټومي هوكړه كې له شوو ژمنو د ايران د سرغړونو په غبرګون كې دغه هېواد ته خبردارى وركړى، چې محتاط واوسي.
ده ويلي، تهران به هېڅكله اټومي وسلې ته لاسرسى پيدا نه كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA