ads

په جرمني كې ۵۰۰ كيلو ګرامه پخوانی بم شنډ شو

د دویمې نړيوالې جګړې د وخت يو ناچاودلى ۵۰۰ كيلو ګرامه بم، چې په دې وروستيو كې د جرمني د فرانكفورټ په مركز كې موندل شوى و، په برياليتوب سره شنډ شو. د جرمني د مهماتو پاكولو خدمتونو ادارې يوه وياند پرون له غرمې وروسته اعلان وكړ، چې د ياد بم د خنثى كولو پروسه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 چنګاښ 1398
په جرمني كې ۵۰۰ كيلو ګرامه پخوانی بم شنډ شو
په جاپان کې د بم شنډېدل

د دویمې نړيوالې جګړې د وخت يو ناچاودلى ۵۰۰ كيلو ګرامه بم، چې په دې وروستيو كې د جرمني د فرانكفورټ په مركز كې موندل شوى و، په برياليتوب سره شنډ شو.
د جرمني د مهماتو پاكولو خدمتونو ادارې يوه وياند پرون له غرمې وروسته اعلان وكړ، چې د ياد بم د خنثى كولو پروسه په برياليتوب سره بشپړه شوه.
دا د امريكا ساخت د دویمې نړيوالې جګړې د مهال ناچاودلى بم ۱۰ ورځې وړاندې په فرانكفورټ كې د اروپا د مركزي بانك ودانۍ ته نېږدې د بيارغونې كار په جريان كې وموندل شو.
د دغه بم د شنډولو په وخت کې له ۱۶ زرو زياتو كسانو سيمه پرېښوده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA