ads

د قطر د امير ورور: له عربي هېوادونو سره جګړې ته چمتو يو

په قطر کې د واکمنې کورنۍ يو لوړپوړى غړى وايي، حکومت يې چمتو دى، له هغو عربي هېوادونو سره جګړه وکړي، چې پر دوى يې بنديزونه لګولي دي. د قطر د امير ورور خليفه بن حمد ال ثاني پر خپله ټويټر پاڼه څلورو عربي هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان ته ويلي، دغه هېواد له […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 چنګاښ 1398
د قطر د امير ورور: له عربي هېوادونو سره جګړې ته چمتو يو
شیخ حمد بن ال ثاني

په قطر کې د واکمنې کورنۍ يو لوړپوړى غړى وايي، حکومت يې چمتو دى، له هغو عربي هېوادونو سره جګړه وکړي، چې پر دوى يې بنديزونه لګولي دي.
د قطر د امير ورور خليفه بن حمد ال ثاني پر خپله ټويټر پاڼه څلورو عربي هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي عربستان ته ويلي، دغه هېواد له چا سره د جګړې هوډ نه لري، خو د اړتيا په صورت کې هر ډول جګړې ته تيار دى.
نوموړي زياته كړې، دوى جګړه نه غواړي، خو په خبره يې، که اړتيا پېښه شي، په ټول وس به له خپل هېواده دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له کابو دوو کلونو را په دې خوا سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرين او مصر له قطر سره د ترهګرۍ د ملاتړ له کبله خپلې ټولې سياسي او اقتصادي اړيکې پرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA